نړیوال بانک: افغانستان کې سیاسي بحران د دې هېواد خصوصي سکټور ډېر ځپلی

ارشیف، نړیوال بانک

نړیوال بانک وایي، په افغانستان کې سیاسي بحران د دې هېواد خصوصي سکټور ډېر ځپلی دی.

دې بانک پرون پنجشنبه د افغانستان د خصوصي سکټور په اړه د یوې چټکې سروې نتیجه خپره کړې او د پوښتونکو سوداګرو له درېیو یوه‌یې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له میاشتې وروسته‌یې خپل کاروبار په موقت ډول ځنډولی دی، خو نورو چې خپل فعالیت ته دوام ورکړی، ویلي چې د اړتیاوو کمېدو ته په پام اړ شوي چې خپل کاروبار له سره تنظیم کړي.

نړیوال بانک د خصوصي سکټور په اړه دغه چټکه سروې د تېر کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې ترسره کړې ده.

اکثریت ګډونوالو یعنې ۸۲ سلنه‌یې ویلي چې د تولیداتو او د خدمتونو پېرېدونکي یې خورا کم شوي او اړ شوي چې فعالیت کم، پانګونه کمه او کارکوونکي رخصت کړي.

د دغې سروې له مخې کوچني شرکتونه ډېر ځپل شوي او ۳۸ سلنو یې خپل فعالیت په موقت ډول درولی دی.

د سروې له مخې سیاسي بحران تر ټولو زیات منفي اغېز پر ښځینه زیانګالو سوداګرو شیندلی دی.

د سوداګرو ښځو ۴۲ سلنو یې ویلي چې خپل کارونه‌یې په موقت ډول درولي دي.