طالبانو له افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه ایراني چارواکو سره خبرې وکړې

ارشیف، ایران ته یو شمېر تلونکي افغان ځوانان

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دې وزارت دوهم سیاسي مرستیال فیضان‌الله ناصري په کابل کې د ایران د سفارت له مسؤلینو سره په غونډه کې په ایران کې له افغان کډوالو سره د هغه هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو د ناسم چلند اړوند موضوعاتو خبرې وکړې.

د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې په دې اړه د طالبانو حکومت او ولس اندېښنې د ایران د سفارت له مسؤلینو سره شریکې شوې ترڅو خپلو لوړپوړو چارواکو ته‌یې ورسوي.

ښاغلي بلخي په مشخص ډول نه‌دي ویلي چې د ایران امنیتي چارواکي له افغان کډوالو سره څه ډول ناوړه سلوک کوي، خو وایي چې دواړو لورو پر دې ټینګار وکړ د داسې کړنو مخه دې ونیول شي چې د دواړو هېوادونو او ولسونو ترمنځ د خوابدۍ لامل کېږي.

په کابل کې د ایران سفارت مسؤلینو یا د ایران حکومت نورو چارواکو تر اوسه د دغې غونډې او په‌کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه څه نه‌دي ویلي، خو په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته د ایراني چارواکو له بد سلوک څخه سر ټکولی او له بلې خوا هم ایران له خپلې خاورې په زوره د افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو روانه اوونۍ د دوشنبې په ورځ وویل چې په وروستیو درې ورځو کې ایران نږدې اته نیم زره افغانان ایستلي دي. د دغو افغانانو اکثره‌یې د نیمروز له لارې افغانستان ته استول شوي دي.