انتوني بلېنکن: نه‌پرېږدو چې څوک اوکراین ته د وسلې او مهماتو د لېږلو خنډ شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وایي، واشنګټن به پرېنږدي چې څوک اوکراین ته د وسلې او مهماتو د لېږلو خنډ شي.

بلېنکن پرون پنجشنبې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مقر کې خبریالانو ته وویل چې متحده ایالات دا څېړي چې څه ډول نوې وسلې اوکراین ته ورکولای شي.

نوموړي پر اوکراین د روسیې د بې‌دلیله یرغل په خاطر له اوکراین څخه د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ.

ښاغلي بلېنکن دغه‌راز وویل چې که روسیه له اوکراین سره د یوې اغېزمنې ډيپلوماسۍ غوښتونکې وي، نو باید پرېکړه وکړي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا پرون د ناټو له غړو هېوادونو وغوښتل چې اوکراین ته نورې وسلې ورکړي.