د بشري حقونو څار سازمان: له یونانه شړل شوي افغان پناه غوښتونکي لوټ او وهل شوي

له یونان ترکیې ته یو شړل شوی افغان پناه غوښتونکی

د بشري حقونو څار سازمان (هیومن رایټس واچ) ویلي له یونانه ترکیې ته شړل شوي افغان پناه غوښتونکي په لار کې لوټ او وهل شوي او ډېر کم خواړه ورکړل شوي.

دا خبره یاد سازمان نن په یوه راپور کې کړې ده.

د بشري حقونو څار سازمان له ۲۶ هغو افغان پناه غوښتونکو سره مرکې کړي چې د ۲۰۲۱ کال له سپټمبره د ۲۰۲۲ کال تر فبروري پورې د یوناني ځواکونو له‌خوا بېرته ترکیې ته شړل شوي.

دغه سازمان انتقاد کړی چې یوناني ځواکونو د یونان-ترکیې په پوله کې د افغان پناه غوښتونکو پیسې، وسایل او مبایلونه غلا کړي دي.

په راپور کې زیاته شوې چې افغان پناه غوښتونکي تر پولیسو وروسته یوه ډله مخ پټو کسانو چې ظاهراً د پولیسو له‌خوا ګمارل شوي د ایورېس سیند له لارې په وړو کښتیو کې ترکیې ته استولي.

د یونان چارواکو د دې راپور په اړه څه تبصره نه‌ده کړې.