د اوکراین ولسمشر: پر روسیې پروني لګول شوي بندیزونه پیاوړي، خو کافي نه‌دي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، پر روسیې پروني لګول شوي بندیزونه پیاوړي، خو کافي نه‌دي.

زلنسکي نن یوه وېډیویي پیغام کې وویل، له ډیموکراتیکې نړۍ نه غواړي چې د روسیې نفت تحریم کړي او روسي بانکونه په بشپړ ډول د نړۍ له مالي سیستمونو وباسي.

د امریکا متحده ایالاتو او بریتانیا پرون د اپرېل په شپږمه د روسیې په وړاندې نوي اقدامات اعلان کړل.

په دغو بندیزونو کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دوه پېغلې لورانې هم شاملې دي.

د امریکا یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف مېرمن او لور هم د بندیزونو لېست کې شامل شوي.

لوېدیځ دا بندیزونه پر اوکراین د یرغل له امله پر مسکو لګولي دي.