د رسنیو ملاتړ بنسټونو فدراسیون: د طالبانو استخباراتو غور کې یو خبریال نیولی

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټونو فدراسیون وایي، په غور کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې یو سیمه‌ییز خبریال غلام رباني هدفمند د طالبانو د استخباراتو په توقیف کې دی.

د دې فدراسیون غړي ضیا بومیا ازادي راډیو ته تېره شپه وویل چې طالبانو په غور کې ښاغلي هدفمند او یو بل سمیه‌ییز خبریال نیولي وو چې هدفمند یې له ځان سره ساتلی او دا بل خبریال‌یې خوشې کړی دی.

بومیا زیاته کړه چې هڅه‌یې کړې ده چې له طالبانو پوښتنه وکړي چې ښاغلی هدفمند یې په څه تور نیولی دی، خو طالبانو تر اوسه دوی ته ځواب نه‌دی ورکړی.