په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی مأموریت (یوناما) مرستیالې مته نوډسن د یوناما له لوري د خبریالانو او رسنیو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
یوناما په خپل فېسبوک کې لیکلي دي چې مېرمن نوډسن دا موضوع پرون د پژواک اژانس، یک ټلوېزیون، طلوع ټلوېزیون، شمشاد ټلوېزیون او اریانا نیوز ټلوېزیون له اېډېټورانو سره شریکه کړه.
د یوناما په وینا په دې کتنه کې له طالبانو وغوښتل شول چې له رسنیو سره خبرې وکړي، د خبریالانو پر ضد له سختو اقداماتو ډډه وکړي او پرې نهږدي چې څوک خبریالانو ته ګواښ وکړي.
که څه هم د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي و چې د خبریالانو د کار خنډ کېږي به نه، خو یو شمېر خبریالان شکایت لري چې طالبانو پر دوی ډېر بندیزونه لګولي دي.