ډیپلومات: مرسته کوونکي د افغانستان اندېښمنوونکي وضعیت ته په کتو ننګونو سره مخ شوي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې لیکلي چې له افغانستان سره مرسته کوونکي د دغه هېواد اندېښمنوونکي وضعیت ته په کتو له ځینو ننګونو سره مخامخ شوي.

د ملګرو ملتونو په نوښت له افغانستان سره د مرستو مجازي کنفرانس تېره اوونۍ ترسره شو چې په‌کې د ۲،۴۴ میلیارده ډالرو مرستې ژمنې وشوې.

د ډیپلومات په لیکنه، په داسې حال کې چې د افغانستان خلک بشري مرستو ته جدي اړتیا لري، د طالبانو حکومت په ظاهره له مالي بنسټونو، مرسته رسوونکو ادارو او ملاتړو هېوادونو سره پر بنسټیزو مسئلو تعامل نه‌لري.

وړاندې لولو د افغانستان په اړه د تګلارو بدلون نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه امریکا او متحدان‌یې له روسیې، چین او د هغوی له ملګرو هېوادونو سره تقابل کې راوستلي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تام وېسټ د تېرې اوونۍ په غونډه کې وویل، له افغانستان سره د ستونزو د حل لپاره د ټولو هېوادونو تګلارې باید یو شان وي.

  • ډېلي مېل

ډېلي مېل ورځپاڼې بیا د البانیا د کډوالو یوه کمپ ته چې افغانان په‌کې اوسیږي، د بریتانیا د یوې شهزادګۍ سارا فرګوسن (Sarah Ferguson) پر سفر لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې ویلي، دغه شهزادګۍ د یوې خیریه مؤسسې له‌خوا دغه کمپ ته بلل شوې وه، خو وړاندې لولو چې نوموړې په کمپ کې دننه له یو شمېر زړه‌ورو افغان مېرمنو سره کتلي دي.

مطلب کې د سارا د انسټاګرام د یوه پوسټ په حواله راغلي "کمپ کې مې د افغانستان یوه لوړپوړې ښځینه قاضي، د بایسکل ځغلولو د لوبډلې غړې، د ملي اردو او پولیسو هغه افسرانې ولیدلې چې له افغانستانه د تخلیې عملیاتو پر مهال را ایستل شوې دي.

وړاندې راغلي، دغه ټولې افغان نجونې او ښځې د زړورتیا داستانونه لري، خو د بریتانیا شهزادګۍ ویلي، دا مېرمنې نه‌پوهېږي چې وروستی منزل به‌یې کوم ځای وي.

ډېلي مېل لیکلي، سارا په کمپ کې د حلیمې په نوم هغه افغان مېرمن هم لیدلې چې د تخلیې پر مهال د ۸ میاشتو اومېندواره وه.

حلیمې ویلي، دوه خویندې یې افغانستان کې پاته وې چې یوه‌یې د هغو واکسیناتورانو په ډله کې وه چې تېره میاشت نامعلومه وسله‌والو کندز کې ووژلې.

له افغانستانه د تخلیې په پروسه کې را ایستل شویو یو شمېر نورو افغانانو هم شکایتونه کړي چې کوربه هېوادونه‌یې قضیو ته ډېره پاملرنه نه‌کوي.