د ډنمارک یوه مرستندویه مؤسسه: افغان ښځینه کارکوونکې مو کارونو ته دوام ورکوي

د ډنمارک بیرغ

د ډنمارک یوه مرستندویه مؤسسه وایي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د دې مؤسسې افغان ښځینه کارکوونکې په دې هېواد کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د ډنمارک د کډوالو شورا رئیسې شارلوټ سلینټې اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي چې له دغو ښځینه افغان کارکوونکو پرته به د دې مؤسسې لپاره ګرانه وي چې په افغانستان کې اړو کسانو ته مرستې ورسوي.

سلینټې له کابل څخه د کتنې په ترڅ کې دې اژانس ته ویلي چې مرستندویه مؤسسه‌یې په افغانستان کې له یو ملیون ډېرو کسانو ته مرستې رسوي او زیاته‌یې کړه چې د اګسټ له میاشتې راهیسې له کله چې طالبانو کابل نیولی، دا مؤسسه په اصولي توګه فعالیت مخ ته وړي ترڅو دا مسئله یقیني کړي چې ښځینه کارکوونکې یې وکولای شي فعالیت ته دوام ورکړي او خپلو کارونو ته لاړې شي.

مېرمن سلینټې که څه هم ونه‌ویل چې په اوس وخت کې یې څومره افغان ښځینه کارکوونکې کارونه مخ ته وړي، خو زیاته‌یې کړه د دې لپاره چې وکولای شي په افغانستان کې اړو ښځو ته مرستې ورسوي، خپلو ښځینه کارکوونکو ته اړتیا لري او له هغو پرته به ونه‌شي کولای چې نیمایي وګړي یې له مرستو برخه‌من شي.