اروپايي ټولنې له ډیموکراتیکو نورمونو د شا ته تګ په خاطر د هنګري پر وړاندې یو لړ ډسپلیني اقدامات پیل کړي چې ښايي پایلهیې دې هېواد ته د اروپايي ټولنې د مالي مرستو ځنډول شي.
دا اقدامات دوه ورځې وروسته له هغه پیل شول چې د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان په بیاځلي انتخاباتو کې په لوی اکثریت بریالی شو.
اروپايي ټولنې له کلونو راهیسې د هنګري د تدارکاتو په سیسټم، د کډوالو په پالېسۍ او د قضا د خپلواکۍ په برخه کې د نیمګړتیاوو او همداراز د رسنیو د ازادۍ د محدودولو په خاطر د اوربان پر حکومت انتقادونه کول.