له امنیت شورا د زلنسکي غوښتنه: روسیې سره دې د کړیو جنګي جرمونو حساب وشي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وینا

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل چې له روسیې سره دې په اوکراین کې د ترسره کړیو جنګي جرمونو حساب وکړي.

زلنسکي پرون امنیت شورا ته د خبرو پر مهال د بوچا په ښار کې د روسي ځواکونو له لوري د ترسره شویو پېښو په تړاو وویل چې خلک په اپارتمانونو او کورونو کې وژل شوي دي، پر هغو خلکو ټانکونه تېر شوي چې په موټرو کې ناست وو.

زلنسکي زیاته کړه چې له تېرو یو ۴۰ ورځو راهیسې چې روسي سرتېرو پر اوکراین برید کړی دی د بوچا جنایت‌یې یوه بېلګه ده.

مسکو ویلي دي چې پوځیانو یې په بوچا ښار کې جنګي جنایت نه‌دی ترسره کړی.