ډنمارک او ایټالیا په پراخه کچه روسي ډیپلوماتان اخراج کړل

ارشیف، د جال تر شا د روسیې بیرغ

ډنمارک او ایټالیا په پراخه کچه د روسي ډیپلوماتانو د اخراج خبر ورکړ.

دغه اقدام د هغو راپورونو تر خپرېدو وروسته کېږي چې د اوکراین په بوچا ښارګوټي کې د روسي ځواکونو له‌خوا د جنګي جنایتونو په اړه ادعاګانې وشوې.

مسکو په دې اړه راپورونه پاروونکي بللي او رد کړي یې دي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر وویل، په کوپنهاګن کې د روسیې سفیر ته خبر ورکړل شوی چې د دغه سفارت ۱۵ کارکوونکي له ډنمارک څخه ایستل شوي دي.

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې روم مسکو ته له دغه هېواده د ۳۰ روسي ډیپلوماتانو د اخراج په اړه اطلاع ورکړې ده.