د شمالي کوریا د مشر خور: که جنوبي کوریا حمله وکړي په اټمي وسلو یې نابودولای شو

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور کېم یو جونګ

د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون خور وايي هېواد یې د جګړې مخالف دی، خو که د جنوبي کوریا پوځ ورباندې حمله وکړي، له اټمي وسلو په استفاده به دغه پوځ نابود کړای شي.

کېم یو جونګ دا خبرداری نن سې شنبه ورکړی چې دولتي رسنیو خپور کړی دی.

تر دې مخکې د شمالي کوریا دفاع وزیر سوه ووک تېره اوونۍ دې ته ورته له غوسې ډک خبرداری ورکړی و.