اروپايي ټولنې له افغانستان سره د روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه

ارشیف، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې مرسته

اروپايي ټولنې له افغانستان سره د ۳۴ ټنه روغتیايي وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه.

د بحران د مدیریت لپاره د اروپايي ټولنې کمېشنر یانز لنارچیچ (Janez Lenarčič) پرون په خپل ټویټر کې د اروپايي ټولنې د دې مرستې د مننې ترڅنګ لیکلي، د بشري مرستو دغه بسته پرون دوشنبه په بریا افغانستان ته ورسېده.

د هغه په وینا اروپايي ټولنه او شریکان‌یې د اړتیا تر وخته تر ټولو د زیانګالو افغانانو لاسنیوي ته دوام ورکوي.