د خوړو پروګرام: ۱۴،۸ ملیونه افغانانو ته مو خواړه او د تغذیې ملاتړ برابر کړی

ارشیف، له یو شمېر افغانانو سره د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام مرسته

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي د ۲۰۲۲م کال له پیله‌یې په افغانستان کې ۱۴ ملیونه او ۸ لکه کسانو ته خواړه او د تغذیې ملاتړ برابر کړی دی.

د دغه دفتر اسیا پاسیفیک څانګې بېګاه په یوه ټویټ کې د نړیوالې ټولنې د روان ملاتړ مننه کړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، تېره اوونۍ مرستندویو هېوادونو په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د بشري مرستو لپاره د ۲ میلیارده او څه باندې ۴۰۰ ملیون ډالرو په اندازه د مالي مرستې ژمنه وکړه.