د پاکستان ستره محکمه بیا د پارلمان د منحلېدو او د صدراعظم په اړه غونډه کوي

د پاکستان ستره محکمه

د پاکستان په ستره محکمه کې نن یو وار بیا د پارلمان د منحل کېدو او د صدراعظم د صلب اعتماد د لغوې په اړه غونډه دایرېږي.

پرون او وړمه ورځ هم غونډې شوي، خو نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي د یکشنبې په ورځ د صدراعظم عمران خان په غوښتنه پارلمان منحل کړ.

د یکشنبې په ورځ په پارلمان کې د عمران خان د صلب اعتماد لپاره رأی‌ګیري کېده چې هغه غونډه هم د پارلمان مرستیال قاسم سوري وځنډوله.

دې پرېکړو مخالف ګوندونه وپارول او قضیه‌یې سترې محکمې ته راجع کړه.

دمګړۍ عمران خان د سرپرست صدراعظم په توګه دنده مخته وړي.