د امریکا ځانګړی استازی: افغانان لېواله دي چې ژر نجونې ښوونځیو کې وګوري

ارشیف، د افغان نجونو یو ټولګی

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، افغانان لېواله دي چې ژر نجونې په منځنۍ او لېسې ښوونځیو کې وګوري.

وېسټ نن پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې په دې تړاو یې پرون له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم لیدلي او خبرې یې سره کړې دي.

نوموړي وړاندې ویلي، دوی د افغانستان د راتلونکې لپاره د یوه ملي مشورتي بهیر پر اړتیا هم خبرې کړې دي.

طالبانو د نوي تعلیمي کال په پيل کې وویل چې د نجونو منځنۍ او لېسې ښوونځي به تر دوهم اعلان پورې تړلي وي، خو دوی د دغه ځنډ لپاره وخت مشخص نه‌کړ.