د اوکراین چارواکي د روسیې له‌خوا د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه څېړنه کوي

کیف ته نږدې د روسي ځواکونو یو ټانک

په اوکراین کې د سلګونو مړو تر موندل کېدو وروسته اوس د اوکراین چارواکي د روسیې له‌خوا د احتمالي جنګي جنایتونو په اړه څېړنه کوي.

د خپرو شویو تصاویرو له مخې له ځینو موندل شویو جسدونو ښکاري چې لاسونه‌یې تړل شوي او له نږدې فاصلې ورباندې ډزې شوي.

د روېټرز اژانس په حواله، وروسته له هغې چې روسي ځواکونه د اوکراین پر نورو برخو پر حملو د بیا تمرکز لپاره له څو ساحو ووتل، دغه مړي کیف ته په نږدې پرتو ښارګوټو کې موندل شوي دي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل یوه میاشت اوړي، خو روسیې تر اوسه د اوکراین کوم لوی ښار نه‌دی نیولی.