د صدراعظم عمران خان پر خلاف د بې‌باورۍ د رایې اخیستو د بهیر مخه ونیول شوه

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان په قامي اسامبله کې د صدراعظم عمران خان پر خلاف د بې‌باورۍ د رایې اخیستو د بهیر مخه وروسته له هغې ونیول شوه چې د دې جرګې مرستیال مشر قاسم سوري اعلان وکړ چې د دغې رایې اخیستو په اړه مسوده د اساسي قانون خلاف ده.

عمران خان چې تر اوسه‌یې برخلیک نه‌دی معلوم د پاکستان له ولسمشر څخه د ملي پارلمان د منحل کېدو غوښتنه کړې ده.

عمران خان نن په یوه ټلوېزیوني وینا کې وویل چې ولسمشر ته‌یې مشوره ورکړې چې ملي او ایالتي پارلمانونه منحل کړي.

عمران خان دغه‌راز پر ولس غږ وکړ چې د نویو انتخاباتو لپاره تیاری ونیسي.

عمران خان چې د تحریک انصاف د ګوند یو شمېر غړو یې له دې ګوند څخه انحراف کړی، په ملي پارلمان کې خپل اکثریت له لاسه ورکړی و او که نن د دغې ۳۴۲ کسیزې اسامبلې ۱۷۲ غړو یې پر ضد رایې ورکړې وی، نو اړ و چې د صدراعظمي له څوکۍ لیرې شي.

عمران خان د امریکا متحده ایالات تورن کړی چې د دغه حکومت د پرځولو لپاره‌یې د پاکستان د مخالفینو ملاتړ کړی دی، هغه تور چې امریکایي چارواکو رد کړی دی.