د اوکراین مرستیال دفاع وزیره: کیف له روسي ځواکونو بشپړ بېرته ونیول شو

کیف کې د اوکرایني ځواکونو یو زغروال موټر

د اوکراین مرستیال دفاع وزیرې هنا مالیار (Hanna Malyar) ویلي چې د کیف سیمه له روسي ځواکونو په بشپړ ډول بېرته نیول شوې ده.

مالیار پرون (شنبه) پر خپله فېس‌بوکپاڼه لیکلي: "ایرپین، بوخا، هوستومیل او د کیف ټوله سیمه له یرغلګر څخه ازاده شوې ده."