د اوکراین حکومت: له روسیې سره خبرو کې لومړنۍ مثبتې نښې څرګندې شوي

ارشیف، استانبول کې د روسیې او اوکراین مذاکرات

د اوکراین حکومت وايي چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دوی او روسیې د استازو ترمنځ له څو اوونیو خبرو وروسته باوري شوي چې لومړنۍ مثبتې نښې څرګندې شوې دي.

د سولې په خبرو کې د اوکرایني پلاوي مشر دیوید اراخامیا پرون (شنبه) په یوه مرکه کې وویل چې ښايي ژر د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وویني.

د ده په وینا په خبرو کې تر دې ځایه پرمختګ شوی چې د دوو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د مخامخ خبرو امکان‌یې برابر کړی دی.