امریکا اوکراین ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نورې وسلې او تجهیزات ورکوي

ارشیف، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۱۰مه له اوکراین سره د امریکا مرسته

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت غواړي چې اوکراین ته د ۳۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت نورې وسلې او پوځي تجهیزات ورکړي.

دغه وزارت پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په دغو تجهیزاتو کې بې‌پیلوټه الوتکې، د میزایلو دستګاوې، زغروال وسایط، نور مهمات او پوځي تجهیزات شامل دي.

وروسته له هغې چې روسیې د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه پر اوکراین یرغل پیل کړ، د امریکا حکومت له اوکراین سره د ۱،۶۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د مرستو ژمنه کړې ده.