نوې نظرپوښتنه؛ د اوکراین جګړې تر پیل وروسته د پوتین د ملاتړو شمېر زیات شوی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

په روسیه کې یوه نوې نظرپوښتنه ښيي چې د اوکراین د جګړې تر پیل وروسته د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ملاتړو شمېر زیات شوی دی.

د لاوادا سنټر په نوم ادارې په هغه نظرپوښتنه کې چې تېره چهارشنبه‌یې خپره کړې ښوول شوي چې په سلو کې ۸۰ پوښتل شویو کسانو په اوکراین کې د پوتین د اقداماتو ملاتړ کړی دی.

دا د فبرورۍ پر۲۴مه پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته د لاوادا ادارې لومړۍ نظرپوښتنه ګڼل کېږي.

دغه نظرپوښتنه د مارچ له ۲۴مې تر ۳۰ پورې په روسیه کې له ۱،۶۳۲ کسانو سره د مخامخ مرکو پر بنسټ برابره شوې ده.