د روژې لومړۍ ورځ؛ افغانستان کې کاري رژیم تغییر وکړ

ارشیف

نن په افغانستان کې د روژې لومړۍ ورځ اعلان شوه.

باختر دولتي خبري اژانس د طالبانو حکومت د سترې محکمې د اعلان په اساس خبر ورکړی چې نن د وري ۱۳مه د ۱۴۴۳ ه. ق کال د رمضان‌المبارک له لومړۍ نېټې سره برابره ده.

اژانس د کار او ټولنیزو چارو وزارت د خبرپاڼې په اساس زیاتوي چې د روژې په مبارکه میاشت کې به په دولتي ادارو کې رسمي کار د سهار په اتو بجو پیلېږي او د ماسپښین تر یوې بجې پورې به دوام کوي.