پېژاند: په کار ده طالبان د نړیوالو ځینې غوښتنې ومني

د طالبانو بیرغونه

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا له طالبانو خپله غوښتنه بیا تکرار کړه چې د نجونو پر زده‌کړو خپل محدودیتونه بېرته واخلي.

طالبانو د وري یا حمل تر درېیمې پورې ژمنه کړې وه چې ښوونځي به د ټولو نجونو پر مخ پرانیستي وي، خو په همدې ورځ‌یې د ښوونځیو تر پرانیستل کېدو څو ساعته وروسته وویل چې نجونې یو وار بیا اجازه نه‌لري چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي.

د پوهنتون له استاد عزت‌الله پېژاند څخه د ازادي راډیو خبریال پوښتنه کړې په داسې حال کې چې د نړیوالو غوښتنې په زیاتېدو او سختېدو دي، طالبانو ولې لا خپل دریځ نرم کړی نه‌دی؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د پوهنتون له استاد عزت‌الله پېژاند سره مرکه