څلور اروپايي هېوادونه ځيني روسي ډيپلوماتان مسکو ته د جاسوسۍ په تور باسي

د روسیې بیرغ

څلورو اروپايي هېوادونو پرېکړه کړې چې یو شمېر روسي ډيپلوماتان پر اوکراین د یرغل په تړاو روسیې ته د جاسوسۍ په تور له خپلو قلمروونو وباسي.

هالنډ ۲۱، بلیجم ۱۷، چک جمهوریت یو او ایرلنډ ۴ روسي ډيپلوماتانو ته د وتلو ویلي دي.

په دې هېوادونو کې د روسیې سفارتونو د دې پرېکړې پر وړاندې تند غبرګون ښودلی، دا یې یو غیر دوستانه عمل بللی او د ځوابي اقدام ژمنه‌یې کړې.