د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د سولهساتو ځواکونو اته سرتېري پرون هغه مهال ووژل شول چې هلیکوپټر یې د مأموریت پر مهال راوغورځېده.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند وویل چې په وژل شویو کې شپږ پاکستانیان، یو روسی او یو سربستانی سرتېري شامل دي.
د هلیکوپټر د راغورځېدو علت تر اوسه نهدی معلوم.