بریتانیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو په نوښت د بسپنې د نړیوالې غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې افغانانو ته د خوړو د برابرولو په هدف د ۳۷۴ ملیون ډالرو معادل یا د ۲۸۶ ملیون پوڼدو مرستې اعلان وکړ.
د غونډې تنظیموونکي هیله لري چې مرستندوی هېوادونه به له افغانستان سره د ۴،۴ میلیارده ډالره مرستو ژمنه وکړي.
د ملګرو ملتونو ویاند یینس لاییرک پرون وویل چې دا مرستې به پر افغانستان واکمنو طالبانو ته نه، بلکې د مرستندویو مؤسسو له لارې ولګول شي.