ازبکستان د افغانستان له لارې پاکستان ته د رېل‌ګاډي پټلۍ د جوړولو کار پیل کړ

ارشيف

ازبکستان د رېل‌ګاډي د هغې پټلۍ د جوړولو کار پیل کړ چې افغانستان ته غځول کېږي او د پاکستان له لویو بندرونو سره نښلي.

د راپورونو له مخې د اورګاډي د دغې پروژې لګښت پنځه میلیارده ډالره اټکل شوی او ترمز به له مزارشریف-کابل او پېښور سره نښلوي.

د دغې پروژې د پانګونې د بورډ مشر محمد احسان په ترمز کې د دغې پروژې په درې اړخیزه کاري غونډه کې وویل چې د اورګاډي د پټلۍ دغه پروژه ډېره اقتصادي او هغه تر ټولو لنډه لاره ده چې منځنۍ اسیا به د افغانستان له لارې د پاکستان تر کراچۍ، ګوادر او قسیم بندرونو سره نښلوي.

په دې اړه د تېرې فبرورۍ میاشتې په دوهمه په تاشکند کې، د ازبکستان، افغانستان او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې موافقه شوې وه.