د میدان وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ کې پر یوه کور د ډبرې ښویېدو له کبله درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا مشر ډاکتر زرک ځيرک ازادي راډیو ته وویل چې پېښه تېره شپه په چنګي کلي کې شوې ده.
ده وویل، وژل شویو کې دوه ماشومان او یوه مېرمنه شامل دي.