ملګري ملتونه: افغانستان کې پر خوارځواکۍ اخته ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی

ارشيف، د بادغيس ولايت يوه روغتون کې په خوارځواکي اخته ماشوم

په بشري او د بېړنیو مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او همغږه کوونکي مارټین ګریفیتس په افغانستان کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړ وباله.

ښاغلي ګریفیټس پرون په څو ټویټونو کې وویل چې افغانستان ته‌یې سفر پرون په کابل کې د ماشومانو لپاره د اندراګاندي له روغتون څخه په کتنې پیل کړ او د څو ماشومانو له رنځه ډک حالت پرې دومره اغېز کړی چې په الفاظو یې نه‌شي بیانولی.

نوموړی وایي، دوه نوي زېږېدلي ماشومان چې په یوه شیشه‌یي مخصوص صندوق کې پراته و، له سختې خوارځواکۍ کړېدل.

ښاغلی ګریفیټس وایي، یوه مور یې چې مخکې یې دوه ماشومان د خوارځواکۍ له امله له لاسه ورکړي ولیده چې پر سختې خوارځواکۍ اخته خپل بل ماشوم په غېږ کې لېږدوي.

د ده په خبره د دې روغتون کارکونکو ورته ویلي چې یوازې پرون درې نوي زېږېدلي ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شول.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته کېدونکو ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی.