چک جمهوریت د ملیونونو ډالرو په ارزښت هغه شتمنۍ کنګل کړې چې د روسیې په شتمنو کسانو پورې اړه لري.
دا هغه کسان دي چې په وروستیو کې د بندیزونو په لېست کې یې نومونه شامل شوي دي.
د چک جمهوریت صدراعظم پیټر فیالا د دغه هېواد ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې د دغو روسي وګړو نومونه په ډاګه نهکړل.
ده زیاته کړه اړتیا ده حکومت د چک د هغو وګړو غم وخوري چې له هغو شرکتونو سرهیې کار کاوه چې په روسانو پورې تړلي او بندیزونه ورباندې لګول شوي، خو نهیې دي ویلي چې د دغو چک وګړو شتمني به چک ته ولېږدول شي که نه.
چک جمهوریت د اروپايي ټولنې وروستی غړی هېواد دی چې د مسکو په وړاندې د اروپايي ټولنې تر بېسابقه بندیزونو وروسته د روسي شتمنو کسانو شتمنۍ کنګل کوي.