د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۰ غړو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې سملاسي د نجونو ښوونځي پرانیزي.
دغو هېوادونو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دوی پیغام روښانه دی او هغه دا چې ټولې افغان نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي.
د ازادي راډیو خبریال د قلم لار ټولنې له مشر مطیعالله ویسا سره چې له کلونو راهیسې په افغانستان کې د زدهکړې د ودې او پراختیا لپاره هڅه کوي مرکه کړې ده.
په پیل کې یې ورڅخه پوښتنه کړې، طالبانو ولې د نجونو پر تعلیم خپله ژمنه په وروستۍ ورځ ماته کړه؟
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5