طالبانو په افغانستان کې د بي بي سي پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز ولګاوه

آؤشیف

د طالبانو حکومت په افغانستان کې د بي بي سي پر ټلوېزیوني خپرونو بندیز لګولی دی.

بي بي سي دا خبره تأیید کړې او ویلي دي چې دوی ته د طالبانو د دغې پرېکړې د لامل په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

د بي بي سي ځینې پښتو، فارسي او ازبکي خپرونې د افغانستان پر ځینو سیمه‌ییزو ټلوېزیوني شبکو خپرېدې.

د طالبانو دا اقدام په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما له لوري هم غندل شوی دی.

طالبانو تر اوسه رسماٌ په دې اړه څه نه‌دي ویلي.