د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په بیتالمقدس کې له خپل اسرائیلي او د خلیج د څلورو نورو هېوادونو له سیالانو سره په خبرو کې ملګری شو.
تمه کېږي دغه مذاکرې د ایران د اټمي تړون پر بیا راژوندي کېدو متمرکزې وي.
د دغو خبرو کوربه اسرائیل د ۲۰۱۵م کال د اټمي تړون چې د ایران او د نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوی و، مخالفت کړی دی.
د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې د اټمي تړون د بیاژوندي کېدو لپاره مذاکرو ته دوام ورکړی دی.
د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالد ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې له دغه تړون څخه د وتلو اعلان کړی و.