د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په یوه موټر کې د چاودنې له امله یو کس زخمي شوی دی.
په هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال حافظ رشید وایي دغه پېښه نن سهار هغه وخت وشوه کله چې یوه دکاندار په خپل موټر کې چاودېدونکي توکي انتقالول.
د نوموړي په خبره په پېښه کې دغه کس زخمي شوی.
دا چې چاودېدونکي مواد چېرې او د کوم هدف لپاره انتقالېدل په دې اړه طالبان څه نهوایي.