د ایران لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی وايي، د تهران د اټمي پروګرام د محدودولو لپاره له یوه تړون سره سره به د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب بندیزونه دوام مومي.
رابرت مالي دا خبره د یکشنبې په ورځ په قطر کې یوه کنفرانس ته وکړه.
ایران ټینګار کړی چې د اټمي تړون د بیا احیا لپاره په مذاکرو کې د ترورېستي سازمانونو له لېست څخه د سپاه پاسداران انقلاب د نوم لیرې کېدل هم شامل دي، خو د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، د ایران دغه ځواک به د امریکا د قوانینو له مخې د بندیزونو په فهرست کې پاتې وي.