د طالبانو حکومت د سعودي عربستان پر جدې ښار برید غندلی او د تېلو پر تأسیساتو او ملکي اهدافو برید یې بللی دی.
ایران پلوو حوثي یاغیانو د جمعې په ورځ پر جدې ښار د توغندیو برید وکړ او د تېلو زېرمې یې په نښه کړې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د ملکي اهدافو په نښه کول غندي.
ښاغلی بلخي زیاتوي، د طالبانو حکومت په دې باور دی چې دا ډول تحرکات د سیمې سوله او ثبات ګواښي او باید ودرول شي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د سعودي عربستان په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.