د طالبانو حکومت وايي د افغانستان پر درې لویو بندونو رغنیز کار پیل شوی

ارشیف، د کجکي برېښنا بند

د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر د افغانستان پر درې لویو بندونو د رغنیز کار د پیل خبر ورکوي.

د باختر اژانس د راپور له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د اوبو د نړیوالې ورځې په مناست په کابل کې یوه جوړ شوي کنفرانس ته په وینا کې وویل د کجکي، شاه و عروس او کمال خان پر بندونو کار بیا پیل شوی دی.

اژانس د نوموړي له قوله زیاتوي چې وايي، هڅې روانې دي چې د څو نورو پروژو د رغونې چارې هم پیل شي.