د امریکا ولسمشر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د قصاب نوم ورکړ

د امریکا ولسمشر جو بایډن او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د امریکا ولسمشر جو بایډن په وارسا کې له دېره اوکرایني کډوالو سره د لیدنې پر مهال د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د قصاب نوم ورکړ.

بایډن دا څرګندونې پرون هغه مهال وکړې چې د روسیې د ولسمشر په اړه د ده نظر وپوښتل شو او ده په ځواب کې وویل، هغه یو قصاب دی.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د کرملېن یو ویاند په غبرګون کې وویل چې دا څرګندونې د امریکا او روسیې د اړیکو د ښه کېدو پر احتمال ناوړه اغېز کولای شي.