حوثي یاغیانو پر سعودي عربستان راکټي بریدونو کې د تېلو دوه زېرمې په نښه کړي

سعودي عربستان کې په نښه شوې زېرمې

د سعودي عربستان د دولتي ټلوېزیون د راپور له مخې د دې هېواد د ملکي دفاع چارواکو د جدې په بندري ښار کې د ایران پلوو حوثي یاغیانو په راکټي برید کې د تېلو په دوو زېرمو کې لګېدلی اور یې وژلی دی.

د سعودي په مشرۍ ائتلاف د توغندي برید او په نتیجه کې یې د اور پېښه تأیید کړې ده، خو ویلي یې دي چې تلفات نه‌لري.

حوثي یاغیانو په وروستیو اوونیو کې د سعودي عربستان د تېلو پر تأسیساتو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو حملو ته زور ورکړی او په دې ترڅ کې یې د جمعې په ورځ هم په جده کې د سعودي د تېلو تأسیسات په نښه کړل.