امریکا غواړي امنیت شورا پر شمالي کوریا د نړیوالو بندیزونو پراخولو ته وهڅوي

ارشیف، د ملګرو ملتونو امنیت شورا

متحده ایالات غواړي د شمالي کوریا له وروستۍ راکټي ازموینې وروسته چې نوی انټرکانټيننټل بالیستیک توغندی یې بللی امنیت شورا پر پیونګ یانګ د نړیوالو د بندیزونو پراخولو او تازه کولو ته وهڅوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لیندا توماس ګرینفیلډ دا پرېکړه پرون د امنیت شورا په هغه غونډه کې اعلان کړه چې د شمالي کوریا د دې ازموینې په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه.

مېرمن ګرینفیلډ د دې طرحې په اړه چې هدف‌یې د پیونګ یانګ د توغندیو د پروګرام د مالي سرچینو بندول دي نور جزئیات ورنه‌کړل.