امریکا او نورو هېوادونو د نجونو د زده‌کړو په اړه د طالبانو پرېکړه وغندله

ارشیف، د افغان نجونو یو ټولګی

د امریکا متحده ایالاتو او نورو غربي هېوادونو د طالبانو هغه پرېکړه وغندله چې په افغانستان کې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د تعلیم اجازه نه‌ده ورکړې.

د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو دغه‌راز د اروپايي ټولنې د لوړ رتبه استازي په پرونۍ ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتنه شوې چې خپله دغه پرېکړه بېرته واخلي.

په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو دغه پرېکړه د دوی د مشروعیت لیدلوری او د افغانستان هغه هیله زیانمنوي چې غواړي د نړیوالې ټولنې باعزته غړی شي.

غربي هېوادونو په خپله اعلامیه کې ویلي: "د طالبانو دا اقدام، افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له ورکړل شوي تضمین سره په ټکر کې دی."

طالبانو مخکې ژمنه کړې وه چې په نوي تعلیمي کال کې به ښوونځي د ټولو نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي، خو د چهارشنبې په ورځ‌یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو تعلیم ته یو وار بیا اجازه ورنه‌کړه.