د اوکراین سمندري ځواک پرون (پنجشنبه) وویل چې په ازوف سمندرګي کې یې د روسیې یوه ستره جنګي بېړۍ لهمنځه وړې ده.
د روسیې دا جنګي بېړۍ چې اورسک نومېده او د ځواکونو او تجهیزاتو د وړلو لپاره وه، په تور سمندر کې د دغه هېواد تر ټولو ستره بېړۍ وه.
په رسنیو کې په خپرو شویو تصویرونو کې تور لوګي او اور لیدل کېږي چې له بېړۍ څخه پورته کېږي.