له ناټو د اوکراین ولسمشر غوښتنه: د روسي ځواکونو د ماتولو لپاره وسلې راکړئ

په بروکسل کې د ناټو سرمشریزه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له ناټو وغوښتل چې د روسي ځواکونو د ماتولو لپاره دې نورې وسلې ورکړي.

زلنسکي دغه غوښتنه د وېډیو کنفرانس له لارې په بروکسل کې د ناټو سرمشریزې ته چې د اوکراین د جګړې په اړه خبرو ته ځانګړې شوې، وکړه.

زلنسکي وویل، د خپلو خلکو او د اوکراین د ښارونو د ساتنې لپاره له محدودیتونو پرته پوځي مرستې ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چې دغه تړون تر اوسه کولای شي چې د روسیې د بریدونو له امله د اوکراینیانو د مړینې مخه ونیسي او هغه وسلې ورکړي چې دوی ورته اړتیا لري.

نن پنجشنبې پر اوکراین د روسیې د یرغل یوه میاشت پوره شوه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دغې فوق‌العاده سرمشریزې د مخه وویل، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین په غیر موجه یا بې‌دلیله یرغل سره ستره تېروتنه کړې.

هغه اوکراین ته په اشاره وویل چې پوتین پر یوه خپلواکه هېواد یرغل کړی چې د ده په خبره د خلکو او وسله‌والو ځواکونو ځواک او زړورتیا یې کم ارزښته ګڼلي و.

سټولټنبرګ زیاته کړه چې مشران به په نننۍ غونډه کې په اوږدمهال کې له ځانه د دفاع او له مخکې د پیاوړتیا پر اقداماتو خبرې وکړي.