د چین د بهرنیو چارو وزیر له طالب چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته ورسېد

ارشیف، د چین د بهرنیو چارو وزیر او د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا برادر

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د طالبانو حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته ورسېد.

دا خبره د طالبانو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي احمد یاسر په یوه ټویټ کې کړې.

وانګ یي داسې مهال کابل ته ځي چې پیکېنګ به یوه اوونۍ وروسته د افغانستان د ګاونډیانو د یوې غونډې کوربه وي.

د فرانس پرس په وینا په دې غونډه کې به پر دې خبرې کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دوی په څه ډول کولای شي له دې هېواد سره مرسته وکړي.