بریتانیا اوکرایني پوځیانو سره د زرګونه توغندیو او ملیونونو ډالرو مرسته کوي

یو بریتانوي سرتېری د ټانک ضد وسلې د کارولو په اړه اوکرایني سرتېرو ته د لارښوونې پر مهال

بریتانیا د اوکراین له پوځیانو سره د ۶ زره توغندیو او ۳۰ ملیونه ډالرو مرسته کوي.

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون دغه خبره پرون ناوخته په بروکسل کې د ناټو او «جي-۷» هېوادونو تر سرمشریزې مخکې وکړه.

ده وویل، د اوکراین د پوځیانو ملاتړ ځکه کوي چې په خبره‌یې د روسي ځواکونو له یرغل سره مقاومت وکړي.

د جانسون په خبره په دغو توغندیو کې د ټانک ضد راکټونه او نورې درنې وسلې شاملې دي.