د طالبانو حکومت: د کانونو له درکه نږدې ۷ میلیارده افغانۍ عاید راټول شوی

ارشيف، یک معدن در افغانستان

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، په ۱۴۰۰ لمریز کال کې د کانونو له درکه‌یې نږدې ۷ میلیارده افغانۍ عاید ټول کړی دی.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام‌الله سمنګاني پر خپله ټویټرپاڼه د کانونو او پټرولیم وزارت پر اساس ویلي چې د دغو پیسو یو میلیارد او ۱۱۹ ملیونه افغانۍ د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د تېر لمریز کال د دلوې په میاشت کې ټولې شوې دي.