د افغانستان د تېر کال مخدره موادو د ناخالص تولید ارزښت تر ۲،۷ میلیارده ډالره و

ارشيف

ملګرو ملتونو د افغانستان د تېر کال د مخدره موادو د ناخالص تولید ارزښت د یو میلیارد او ۸۰۰ ملیونه او د ۲ میلیارده او ۷۰۰ ملیونه ډالرو ترمنځ اټکل کړ.

د ملګرو ملتونو له مخدره موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې لا هم د مخدره موادو کاروبار په افغانستان کې تر ټولو ستر غیر قانوني اقتصادي فعالیت دی.

د دې ادارې پر اساس، په ۲۰۲۱ کې د وړم کال په پرتله د کوکنارو کښت په سلو کې ۲۱ کم شوی، خو بیا هم په کابو ۱۷۷ زره هکتاره ځمکه باندې کوکنار کرل شوي وو.