ناټو: تېرو ۴ اوونیو کې د ۷ زرو او ۱۵ زرو ترمنځ روسي پوځیان وژل شوي

ناټو وايي، د دوی له اټکل سره سم، د اوکراین په جګړه کې تر اوسه پورې ۴۰ زره روسي پوځیان وژل شوي، ټپیان شوي او یا هم ژوندي نیول شوي دي.

د ناټو له اټکل سره سم، پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په تېرو ۴ اوونیو کې د ۷ زرو او ۱۵ زرو ترمنځ روسي پوځیان وژل شوي دي.

د اسوشیټډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، د ناټو یوه جګپوړي چارواکي چې نه‌یې غوښتل نوم‌یې څرګند شي، پرون (چهارشنبه) وویل، دا اټکل‌یې د اوکرایني چارواکو د معلوماتو او همداراز د هغو خبرونو پر اساس کړی چې روسیه‌یې په ارادي یا غیر ارادي ډول خپروي.

د دې اټکل له مخې، د ۴۰ زره روسي پوځیانو مرګ‌ژوبله او اسارت دا معنی لري چې د دغه هېواد په سلو کې ۲۰ ځواکونه د جګړې له میدانه حذف شوي دي.